ایکنانیوز د النبأ له قوله راپور راکړ،په کویت کې د بیت الحمد نومې قرآنی میوزیم ددغه هیواد اوقافو وزارت د سکریټریټ په ملاتړ او د قرآڼ کریم د انجمن په ملګرتیا سره ددغه هیواد د یوه ترټولو مهم پلان په توګه افتتاح شو.ددغه میوزیم مخ پرانیسته په فرورۍ میاشت کې ددې لپاره شوې ده چې د کویت زیاتره ملی جشنونه او مناسبتونه په دغې میاشتې کې راځي.
ددغه میوزیم د مخ کتنې په دستورو کې ، د اوقافو د عمومی سکرټریټ سرپرست ناصر الحمد،د قرآن کریم ، قرآنی علومو او د نبوي سنت د ټولنې مدیر فهد الدیحاني او همداراز د کویت د وقفی بسپنو د ادارې مدیر مأرب یعقوب هم شتون درلود.
الدیحاني ، له دې مخکې د ؛بیت الحمد ؛ میوزیم په کویت کې د کلتوري پراختیا یوه مهم ټکی بللی ؤ چې د کویت تاریخي کوټو ته په پام سره پلان شوی دی.
الدیحاني ددې خبرې په کولو سره چې دغه میوزیم د اسلام له سرکینیو وختونو څخه تر اوسمهال دوران پورې دقرآن کریم د تاریخ د نمایش په چورلیزتوب سره پرانیستل شوی دی، ووئیل، دغه نمایشګاه، د قرآڼ د حفظ او کتابت په زمینې کې علمي اوهنري اقدامات رابرسیره کړي او له بل پلوه د دغه مقدس کتاب په باب د هیواد دعالمانو خاصې بریاوې د عامو خلکو نندارې ته وړاندې کوي.
د کویت د قرآن کریم ، قرآنی علومو او نبوي سنت د ټولنې مدیر ووئيل،په دغه میوزیم کې پنځه اصلی هالونه ،یعنی د زده کړې ،سمي او بصری ، ریستوران، اداری دفتر او د خطي ،چاپی مصحفونو او د فیلم جوړونې د برخې د ساتلو یوځانګړی هال پکې شامل دي .
هغه ټولو شخصیّتونو، پوهنتونوالو ،روحانیونو ، طلبه ؤ، محصیلیونو او کارپيژاندو ته بلنه ورکړه څو دغه میوزیم وګوري.